ایکنا نیوز، د travelweekly په حواله راپور راکوي، د ملایشیا د سفري او سیاحتي ایجنسیانو ټولنې (MATTA) د مسلمانانو لپاره د مناسبو سفرونو (MFTF) د لومړي نندارتون تفصیلونه اعلان کړي چې د اکتوبر ۱۸ او ۱۹ د کوالالامپور په نړیوال تجارتي مرکز کې جوړېږي.
دا ټولنه وايي چې دا نوښت د ټوریزم او سفرونو په صنعت کې د ماډرنوالي پشمول د MATTA په ژمنتیا کې یو مهم ګام دی او د حلال ټوریزم هغه برخه روښانوي چې په چټکۍ سره وده کوي.
دا نندارتون به ۱۱۵ سټالونه ولري چې د اجازې لرونکو سفري او سیاحتي ادارو او نورو سیاحتي فعالانو لخوا جوړېږي.
MATTA وائي چې دا نندارتون د ټولو هغو مسافرانو لپاره متمرکز او هدفي تجربه چمتو کوي چې د مسلمانانو له ارزښتونو سره همغږې ځایونو، محصولاتو او خدمتونو سره ګروهنه لري.
د دې ادارې په وینا، مهم ټکی دا دی چې MFTF د مسلمانو مسافرانو پورې محدود نه دی. دا نندارتون د ټولو هغو لیدونکو لپاره ډیزاین شوی چې د کلتوري احترام، کورنۍ او د لاسرسي وړ سفري انتخابونو په لټه کې دي.
هغه زیاته کړه: مونږ همدا راز ویاړوو چې معتبر ې ادارې لرو چې عمره او حج پېکجونه وړاندې کوي او مسافرانو ته دا امکان ورکوي چې په باور او آرامښت سره خپل مذهبي فرضونه ترسره کړي.
دا نندارتون به د اکتوبر ۱۸ او ۱۹،یعنی د شنبې او یکشنبې، له سهار ۱۰ بجو د شپې تر ۹ بجو پورې د عامه خلکو لپاره خلاص وي.
https://iqna.ir/fa/news/4307746